د کانګرس ۴۸ غړو د افغانستان د کنګل پانګې د ازادېدو غوښتنه کړې؛ اسلامی امارت یې هرکلی کوی

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومی ۱مه) اسلامی امارت د امریکا د کانګرس د ۴۸ غړو له هغه اقدامه مننه کوی چې له جوبایډن څخه یې د افغانستان د کنګل شوې پانګې د ازادېدو غوښتنه کړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپل ټویټر لیکلی، چې د امریکایی وکیلانو دا غوښتنه کانګرس ته د دوی د لېږلی پرانستی لیک پایله ده.
بلخی لیکلی: ” موږ د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس ۴۸ غړو د هغه اقدام مننه کوو، چې کانګرس ته زموږ د استول شوی پرانیستی لیک په تعقیب یې ولسمشر جوبایډن ته سپارښتنه کړې چې پر افغانستان لګول شوی بندیزونه لیرې او د مرکزی بانک ریزرف له کنګل وباسی”.
بلخی دا هم وایی چې، د افغانستان د مرکزی بانک د ریزرف کنګل او بانکی سستم ته ستونزې جوړول د انسانی غمیزې لامل ګرځی.
د امریکا د کانګرس لږ تر لږه ۴۸ ډموکراټو غړو د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ته د یو لیک په استولو سره له هغه غوښتی چې په افغانستان کې “د پراخې وچکالۍ” د مخنیوی لپاره د هغه هیواد کنګل شویو پانګو ته د لاسرسی زمینه برابره کړی.
تر دې وړاندې اسلامی امارت په یوه پرانستی لیک، چې د امریکا پارلمان کانګرس ته یې استولی و، غوښتی و چې د دوی میلیاردونه کنګل کړې پانګه ازاده کړی او پر دوی لګولی بندیزونه پای ته ورسوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.