کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغو پرلت کوونکو ویلی، چې که غوښتنې یې ونه منل شی، د کوټې ـ چمن بنده لار به بېرته خلاصه نه کړی.
د بلوچستان ایالت په چمن کې معترضینو له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کوټې او چمن ترمنځ لوی سړک بند کړی دی.
دوی خبرداری ورکړی چې تر څو یې غوښتنې ونه منل شی، د کوټې چمن لویه لاره به خلاصه نه کړی.
په چمن کې بیا روان پرلت د ۲۰۲۳م کال له اکټوبر میاشتې راهیسې پیل شوی او ګډونوال یې غوښتنه لری، چې افغانستان ته د تګ – راتګ لپاره باید د ویزې او پاسپورت د لرلو شرط لرې شی، خو د پاکستان حکومت یې نه منی.
دا پرلت تېره اونۍ وروسته له هغه په تاوتریخوالی واوښت، چې د ګډونوالو په وینا ملېشه ځواکونو د دوی پر کمپ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یو تن ووژل شو او له لسو زیات نور ټپیان شول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ