کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې په ۱۴۰۲ هجری لمریز کال کې د هوایی دهلیزونو له لارې د ۱۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د هوایی دهلېزونو له لارې د افغانستان صادرات د ۱۴۵ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۲۷ سوه ټنو ډېر وو.
د دغه وزارت ویاند وایی، ډېری صادرات د هوایی ډګرونو له لارې هند، متحده عربی اماراتو، ترکیې، ایران، ازبیکستان، جرمنی او کاناډا ته شوی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هوایی دهلېزونو له لارې صادرات د اقتصادی ودې په برخه کې مهم بولی او ټینګار کوی، چې د هوایی دهلېزونو له لارې د لېږد لګښتونه باید کم شی.
یو شمېر سوداګر د نړیوالو هوایی شرکتونو د الوتنو بېرته پیلېدل د هوایی دهلیزونو له لارې د صادراتو په زیاتېدوکې مهم بولی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ