کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بریتانیا پولیسو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې یې د افغانانو په شمول د پناه غوښتونکو نیول پیل کړی دی.
د دوی په خبره دغه نیول شوی کسان به روانډا هېواد ته لېږدول کیږی.
بریتانوی رسنیو هم راپور ورکړی، چې لسګونه پناه غوښتونکی تر دې دمه نیول شوی او توقیف ځایونو ته انتقال شوی دی.
ګارډین ورځپانې د یوه خبر په خپرولو سره ویلی، چې پولیسو په ګلاسګو، لیورپول، برمنګهم او بریسټول ښارونو کې د پناه غوښتونکو په استوګنځایونو چاپې وهلی او هغوی یې نیولی دی.
د خبر پر بنسټ افغانان، سوریایان او سوډانیان هغه خلک دی، چې تر ډېره روانډا ته د لېږلو له خطر سره مخ دی.
د یادونې وړ ده چې د بریتانیا پارلمان د اپرېل په ۲۲مه د روانډا ته د پنا غوښتونو د استولو لایحه تصویب کړه، چې ورسره حکومت هم روانډا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د استولو لپاره هڅې زیاتې کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ