صنعت او سوداګرۍ وزارت په بادغیس کې یو ستر صنعتی پارک جوړوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست بادغیس ته د اقتصادی پروژو د ارزونې او په دغه ولایت کې د صنعتی پارک د جوړولو په موخه سفر کړی دی.

د مسوولینو په خبره، دغه وزارت په پام کې لری چې بادغیس کې یو ستر صنعتی پارک جوړ کړی.

د سرپرست وزیر په وینا هڅه کوی چې د دغه ولایت ځوانانو ته د کاری زمینو پیدا کولو برخې ته لومړیتوب ورکړی.

سرپرست وزیر د صنعتی پارک له ځمکې څخه د لیدنې پرمهال د سیمه ییزو ادارو د رییسانو ستونزې هم اورېدلی او په دغه ولایت کې یې د ۲۴ ساعته برېښنا شتون ته په اشارې سره یاد ولایت د پانګونې لپاره مساعد بللی دی.

نوموړی ویلی، سرپرست حکومت ټولو ولایاتو کې اقتصادی پلانونو عملی کولو لپاره کار کوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.