کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پکتیا کې قومی خلکو په خپل شخصی لګښت د یو سړک د جوړولو کار پیل کړی.
د پکتیا د مېرزکې ولسوالۍ اړوند کړکین درې اوسېدونکو په شخصی لګښت له غونځۍ کلی څخه تر کړکین درې پورې د یو سړک جوړولو چارې پیل کړې دی.
ځایی اوسېدونکی وایی، دې سیمې ته لار د خوړ په منځ کې تېره شوې، چې د واورو، بارانونو اورېدو، پسرلی اوبو زیاتېدو او سېلابونو راوتلو پر وخت د موټرو پر مخ تړل کیږی او خلک نشی کولی چې په دې لاره تګ راتګ وکړی.
د خلکو په خبره، بار بار یې له حکومتونو دې سیمې ته د لارې جوړېدو غوښتنه هم کړې، خو حکومتونو په دې اړه اقدام نه دی کړی.
دوی همداراز زیاتوی، شته ستونزو او کړاوونو اړ کړی، څو په خپل شخصی لګښت سره دغه سړک جوړ کړی، خو له اوسنی سرپرست حکومت څخه په دې برخه کې د جدی پاملرنې غوښتونکی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ