ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومی ۱مه) ملګرو ملتونو د افغانستان نوی حکومت ته ویلی چې د دغه بنسټ د اړوندو دفترونو او کارکوونکو ساتنې لپاره د کورنیو چارو وزارت ته د نږدې شپږ میلیونه ډالر ورکوی.
دا خبر رویټرز خبری اژانس نن د ملګرو ملتونو د یوه پټ سند له مخې خپور کړی، چې دوی تر لاسه کړی دی.
اژانس وایی د دغه بنسټ د سند له مخې، د کورنیو چارو وزارت به له وړاندیز شوو پیسو هغو ځواکونو ته تنخواوې او خوراکی توکی ورکوی چې د ملګرو ملتونو له ودانیو او کارکوونکو ساتنه کوی.
رویټرز د ملګرو ملتونو د مرستیال ویاند فرحان حق په حواله لیکلی چې، ملګری ملتونه په ناامنو سیمو کې د خپلو کارکوونکو د ملاتړ دنده پر غاړه لری.
د یادولو وړ ده چې فرحان حق د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته د ۶ میلیونه ډالرو د ورکړې خبره نه ده رد کړې.
شاوخوا څلور میاشتې کېږی چې اسلامی امارت پر افغانستان بشپړه ولکه ټینګه کړې خو د دوی له خوا د نوی حکومت ډېری مشران لا هم د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دی.
واک ته د اسلامی امارت په رسېدو سره امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالرو پانګې د کنګل کولو تر څنګ ځینې نور بندیزونه هم ولګول چې دا هېواد یې له اقتصادی کړکېچ سره مخ کړ.
په افغانستان کې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې نوی حکومت جوړ شوی او د اوسنی حکومت د کورنیو چارو سرپرست په ګډون ځینی نور مخکښ غړی د ملګرو ملتونو او امریکا تر بندیزونو لاندې دی.
گهیځ