کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سږ کال په هېواد کې د ډېرو اورښتونو او للمی کښتونو ته د پام وړ اوبو رسېدلو له امله د غنمو په حاصلاتو کې د زیاتوالی خبر ورکوی.
په همدې حال کې کروندګر هم د غنمو له کروندو څخه د ښو حاصلاتو را ټولولو هیله لری.
بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په هېواد کې د غنمو د حاصلاتو د سروې بهیر پیل کړی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې پرون خپره شوه، یاده پروسه په ننګرهار ولایت کې پیل شوې او په ټول هېواد کې به پلې شی. د مسوولینو په خبره، د دې سروې موخه د افغانستان د غنمو حاصلاتو او کیفیت معلومول دی.
هېواد کې له اوږدې وچکالۍ وروسته سږنی پسرلی له ډېرو بارانونو سره پیل شوی، چې دغو بارانونو د غنمو په حاصلاتو کې د زیاتوالی هیلې ټوکولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ