کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال بغلان ته د سفر په ترڅ کې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو خلکو سره کتلی دی.
د خبر پر بنسټ نوموړی د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره په کتنه کې ویلی، چې اړوند ادارو ته یې دنده سپارلې څو ژر تر ژره زیانمنو ته مرستې برابرې کړی.
اقتصادی مرستیال ډاډ ورکړی، چې سرپرست حکومت تر هغه وخته د یادو سېلاب ځپلو تر څنګ ولاړ دی، څو یې ژوند عادی حالت ته راوګرځی.
نوموړی زیاته کړې، سرپرست حکومت د زیانمنو شویو خلکو د ژغورلو لپاره ټول شته امکانات په کار اچولی او ټول اړوند وزارتونه او ادارې پر دې بوختې دی، چې سیمې ته بېړنۍ مرستې ورسوی.
اقتصادی مرستیال یو ځل بیا په ټولو ملی سوداګرو، شتمنو هېوادوالو، خېریه بنسټونو او مرستندویه موسسو غږ کړی، چې په سخت وضعیت کې د زیانمنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړی او خپلې مرستې ور ورسوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ