امریکا له افغانستان سره د بشری مرستو په موخه درې جوازونه صادر کړل

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومی دوهمه نېټه) امریکا افغانستان ته د بشری مرستو د رسولو په پار درې جوازونه صادر کړی دی.
د دې جوازونو له مخې د امریکا حکومت او ټولې نړیوالې موسسې کولی شی له افغانستان سره مرستې وکړی او په بشری پروژو کې ونډه واخلی.
د امریکا د مالیې وزارت ویلی چې په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی، که څه هم دوی پر نوی حکومت بندیزونه لګولی دی، خو نړیوالې مرستندویه موسسې او ان پخپله د امریکا حکومت کولی شی چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړی او په هغو پروژو کې ونډه واخلی چې ګټه یې عامو افغانانو ته رسېږی.
امریکا دغه راز ویلی چې له دې وروسته افغانستان ته د توکو رسولو، سوداګرۍ او دغه هېواد ته د پیسو په لېږلو کې ستونزه نشته او په بهر کې مېشت افغانان هم کولی شی خپلو کورنیو ته نغدې پیسې واستوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.