کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان مشر په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شویو سیمو ته د اساسی درملو او روغتیایی وسایلو د مرستې خبر ورکوی.
تیدروس ادهانوم ګیبریسوس پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې د افغانستان په شمال کې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله چې په پایله کې یې ۳ سوو څخه زیات کسان مړه او د نږدې ۱۷ سوه نورو د ژوبلېدو ترڅنګ یې سلګونه کورونه او روغتیایی مرکزونه ویجاړ کړی، ورانیو ته د رسېدو په ترڅ کې د خپلو شریکانو پر مټ ۱۷ ګرځنده روغتیایی ټیمونه استولی دی.
بغلان چې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو سخت وځپه، ډېری خېریه بنسټونه او چارواکی په کې ولسونو ته د رسېدنې په موخه هڅې کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ