له سیلاب ځپلیو سره مرسته او څو اړینې یادونې!

د روانې اونۍ په سر کې د هېواد په ځینو ولایتونو، لکه: بغلان، فاریاب او غور کې د سیلابونو د راوتلو له امله د رسنیزو راپورونو پربنسټ کم تر کمه درې سوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او پر دې سربېره د ډېرو خلکو کورونه له مینځه تللی، مالداری یې تباه شوې او ګڼې کورنۍ آن د سرپناه ځای نه لری چې تر شنه آسمان لاندې د الله په امید پراته دی.

هغه تصویرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې د سیلاب له څپو او ورسره په مخه کړیو انسانانو او په تېره بیا وړو ماشومانو څخه خپاره شوی دی، دومره بوږنوونکی دی چې یوازې کتل یې هم غټ زړه غواړی.

بل اړخ ته د رسنیزو راپورونو له مخې د افغانستان په شمالی ولایت بغلان کې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې کچه مخ په ډېریدو ده. په یاد ولایت کې د کډوالو چارو ریاست یو تن مسؤول چې د سېلاب ځپلو سیمو تللی او وایی هلته لږ تر لږه ۳۱۵ کسان وژل شوی او ۱۶۳۰ تنه نور ټپیان شوی او له ۲۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوی دی.

د رسنیزو راپورونو پر بنسټ خلک اندېښنه لری چې په ځپل شویو سیمو کې چې لا هم هلته د ژغورنې او مرستې رسونې عملیات روان دی، د سیلاب ځپلیو خلکو او مړیو شمېر زیات شی؛ ځکه تر اوسه هم یو شمېر خلک لا درکه دی او د مړو یا ټپیانو په کتار کې یې درک نه لګېږی.

همدارنګه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی “ټام وېسټ” هم وروستیو سیلابونو ته په اشارې سره ویلی دی چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې امریکا خواشینې کړې ده.نوموړی پر خپله اېکس پاڼه لیکلی: زموږ همکاران، سختو اړمنو وګړیو ته د خوراک، اوبو او نورو اړینو توکو په ګډون، بېړنۍ مرستې برابروی.

په افغانستان کې دا څو کاله په پرله پسې ډول طبیعی پېښې او آفتونه زمونږ له خلکو قربانی اخلی او نه یوازې د بې ګناه وګړو په مینځ کې د مرګ ژوبلې سبب کېږی، بلکې د خلکو کور کلی هم ورانوی، مالونه او څاروی یې تلف کوی او کښت او زراعت ته یې له کچې وتلی زیان اړوی. د تېرکال د تلې په میاشت کې په هرات ولایت کې مرګونې زلزله او اوس په څو ولایتونو کې یو په بل پسې ویجاړونکی سیلابونه، هغه څه دی چې د دې ډول طبیعی پېښو او غمېزو د نمونو او بېلګو په ډول یې یادولای شو.

دا چې ولې دا څو پرله پسې کاله په هېواد کې د طبیعی پېښو سیلاب او زلزلو کچه زیاته شوې او ولې زمونږ یو زیات شمېر وګړی د سیلابونو، زلزلو او نورو دا ډول طبیعی پېښو او آفتونو په ترڅ کې زمونږ یو زیات شمېر هېواد وال له مینځه ځی او یا کم تر کمه خپل کور او کرونده له لاسه ورکوی؟، هغه بحث دی چې شاید څېړل یې دلته ترسره نشی، خو د دې تر څنګ دا هم مهمه ده چې د دې ډول طبیعی پېښو قربانیانو او په ترڅ کې یې زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستې رسونې بهیر څه ډول منظم کړو تر څو یوې خواته په کور د ننه را ټولې شوې او له بهر څخه راغلې مرستې اصلی مستحقینو ته ورسېږی او بل اړخ ته دا مرستې د طبیعی پېښو قربانیانو ته ګټورې تمامې شی.

د دې کار لپاره تر ټولو لومړی د هېواد د مرکزی حکومت په کچه د اړونده ادارو او د مرسته کووکو کورنیو او بهرنیو بنسټونو تر مینځ همغږی او یو داسې نظم را مینځ ته کول اړین دی چې غواړی د طبیعی پېښو له امله ځپل شویو هېواد والو ته مرسته ورسوی.که دا کار ونشی او هره کورنۍ او بهرنۍ موسسه په خپل سر او د خپلې خوښې او ذوق مطابق د مرستې رسونې په لار کې ګام واخلی، نه به دغه مرستې په سمه توګه اړمنو او د طبیعی پېښو له امله ځپل شویو وګړو او کورنیو ته ورسېږی او نه به لکه چې په کار ده د طبیعی آفتونو له امله زیانمن شوی کسان سمه ګټه ترې پورته کړای شی.

پدې اړه تر ډېره بریده د افغانستان حکومت د اړونده ادارو مسؤولیت دی چې د طبیعی آفتونو له امله زیانمنو شویو کسانو ته د مرستې رسونې بهیر په سمه او منظمه توګه وڅاری، بهرنۍ او کورنۍ موسسې او انجیو ګانې پدې اړه خپل سر ته پرېنږدی او د مرستو په وېش کې له شفافیت او روڼوالی څخه ځان ډاډه کړی.که دا کار ونشی او هره موسسه او هره اداره په خپل سر هڅه وکړی د طبیعی پېښو زیانمنو شویو کسانو ته مرسته ورسوی، ستونزې به نورې هم ډېرې شی خو ګټه به یې ډېره کمه او محدوده وی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.