کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان په ګډه یوه بیان کې ویلی، پاکستان کې د سږنی کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې د “POR” او “ICC”. کارت لرونکو افغان کډوالو په نیولو او ځورولو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی.
د دوی په وینا تر ټولو زیاتې پېښې یې په بلوچستان کې ثبت شوی دی.
په بیان کې راغلی، د پروسږ کال په سپټمبر میاشت کې د پاکستان د دولت له لوری د ناقانونه کډوالو د وېستلو بهیر له پیلولو راهیسې یې تراوسه تر ۵ سوو زره زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړی، خو د دې بهیر د ترسره کولو مهال لوی شمېر کډوالو شکایت کاوه چې د پاکستان پولیسو ځورولی او کړولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ