کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکی وایی، د څلور ورځو په تېرېدو سره لا هم نه دی توانېدلی، چې د خپلو کورنیو د غړو جسدونه ومومی.
د دغه ولایت د بورکې ولسوالۍ په فلول سیمه کې زیاتره کورنیو خپل د کورنۍ غړی او خپلوان له لاسه ورکړی.
په دغه ولایت کې زیانمنې کورنۍ له ځنډ پرته د مرستو د ورسولو غوښتنه کوی.
دوی ویلی چې سرپناه، خوراکی توکی او صحی د څښاک اوبه نه لری او په ستونزمن حالت کې ژوند کوی.
له دې سره هم مهاله د بغلان سیمه ییز مسوولان وایی، د مرستو منظم رسونې په موخه د سرپرست حکومت ارزونې سربېره د نورو مرستندویه بنسټونو له لوری هم د ارزونې بهیر روان دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ