کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د تېز باران، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د خبر پر بنسټ د یادې ادارې مسوولینو نن چهارشنبې په هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، بامیان، سمنگان، بلخ، کندوز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، وردگ، غزنی او لوگر ولایتونو کې د شدید باران، تالندې، توپانونو او سېلابونو اټکل کړی دی.
د هوا پېژندنې ادارې د اټکلونو له مخې، د اورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملی مترو وی.
دغه اداره زیاتوی، په شمالی او شمال لویدیځو ولایتونو کې د توندو بادونو د سرعت کچه په بېلابېلو سیمو کې ۳۰ څخه تر ۶۰ کیلو مترو پورې ساعت کې اټکل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ