کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال، د بغلان ولایت په مقام کې د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو له استازو سره کتلی دی.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې سرپرست حکومت سره په همغږۍ دغه ولایت کې له سېلاب ځپلو سره د بشری او پراختیایی مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده.
اقتصادی مرستیال په دغه کتنه کې ویلی، دغو سېلابونو کې د استوګنیزو کورنو سربېره ۱۹ روغتونونه، ۱۹ ښوونځی، ۱۱۵ پلچکونه لسګونه د اوبو لوی او کوچنی کانالونه او دغه راز ۶۰ کیلومټره سړک ویجاړ شوی، چې په خبره یې، بیارغونې ته اړتیا لری.
افغان حکومت د بغلان سېلاب ځپلو سره په داسې مهال د مرستو د ډېرښت غوښتنه کوی، چې د سرپل ولایت کوهستانات ولسوالۍکې هم د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، د استوګنې ۲۰ کورونه، پلونه، پلچکونه، بندونه او دوکانونه ویجاړ شوی او لسګونه څاروی تلف شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ