کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دایکندي ولایتي چارواکو ویلي وو، چې د دغه ولایت د کیتي ولسوالۍ اړوند د نجونو په یوه ښوونځي کې د ۱۵ ښځینه ښوونکو په ګډون ۴۶ نجونې زده کوونکې مسمومې شوې وې.
د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، په مسمومو شویو کې د دریو تنو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د مسوولینو په وینا ناروغان د اکسېجن له کمښت سره مخ دي.
تر دې دمه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو امنیتي چارواکي وایي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/