ګهیځ: نن (شنبه د مرغومی ۴مه) د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست عمومی رئیس مولوی عالم ګل حقانی وایی، له دې وروسته خلک کولای شی یوازې په آنلاین توګه د پاسپورټ لپاره خپل غوښتنلیکونه ثبت کړی.
حقانی دا څرګندونې تېره شپه په یوه ویډیویی پیغام کې کړی. هغه زیاتوی چې سر له شنبې ورځې (نن د مرغومی ۴مه ) څخه به د پاسپورټ په کاغذی غوښتنلیک باندې احکام نه ورکول کیږی.
نوموړی دغه راز له خلکو غوښتنه کړې چې د سپارښتلیکونو له راوړلو دې ډډه وکړی. حقانی ویلی، اوس مهال د پاسپورټ ریاست ویب پاڼه خلاصه ده او هرڅوک په آسانۍ سره کولای شی په آنلاین بڼه د پاسپورټ لپاره غوښتنلیک ثبت کړی.
خو د دغه ریاست ویاند شفیع الله تسل وایی، چې انلاین فورمې یوازې د کابل لپاره دی او په ولایتونو کې خلک کولی شی په کاغذی فورمو احکام تر لاسه کړی.
هغه ټینګار وکړ چې، له کاغذی فورمو پرته د ولایتونو خلک هم کولی شی په انلاین فورمو سره د کابل پاسپورټ ریاست ته مراجعه وکړی.
دغه راز تسل ورته مهال وویل، چې دا مهال یې د درې ورځو لپاره د پاسپورټ عمومی ریاست د مراجیعینو پر مخ تړلی دی.
د پاسپورټ ریاست چارواکی وایی، له دې ګام څخه یې موخه روڼتیا رامنځته کول او د ګڼې ګوڼې کنټرول دی.
گهیځ