د لغمان الیشنګ ولسوالۍ کې ۸۷ کوچنی بندونه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لغمان ولایت د سیندیزې فرعی حوزې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۸۷ کوچنیو بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې دی.

د خبر پر بنسټ، د یاد ولایت د سیندیزې فرعی حوزې رییس رسنیو ته ویلی، چې د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند سالاب درې ښکارځای سیمه کې د خوړو نړیوال سازمان له لوری د څلور نیم میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۷ چکډېمونو د جوړېدو چارې پیل شوې دی.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د مرکز اړوند کرنج سیمه کې هم د FGA موسسې لخوا ۱۰۶ واړه چکډېمونه جوړ شوی وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.