غور کې سېلابونو زرګونه کورونه ویجاړ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د ماشومانو وجهی صندوق یا یونېسف ویلی، په غور ولایت کې د جمعې ورځې سیلابونو زرګونه کورونه ویجاړ کړی دی.

یونېسف زیاته کړې، چې د افغانستان په شمال کې په وروستیو سیلابونو کې لږ تر لږه ۲۰ زره کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړی دی.

دغه مرستندویه سازمان وایی، چې له زیانمنو شویو او په ځانګړې توګه له ماشومانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

په غور کې د سېلابونو نوې څپې له امله لږ تر لږه د ۵۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

ملګری ملتونه وایی، افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اقلیم د بدلون له جدی اغېزو سره مخامخ دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.