ملګری ملتونه غزې ته د مرستو لپاره د ځمکنیو لارو د پرانیستلو غوښتنه کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) جینیوا کې د یوې خبری ناستې پرمهال غزې تړانګې ته د مرستو د رسولو لپاره د ځمکنیو لارو د پرانیستلو غوښتنه کړې.

د همغږۍ دفتر (OCHA) ویاند جینس لایرک په دې ناسته کې ویلی، چې دفتر یې په هره طریقه د غزې تړانګې ته د ټولو مرستو هرکلی کوی، خو بیا هم په دې باور دی چې ځمکنۍ لارې تر ټولو ورته مهمې دی.

د دوی په وینا دا غوره ده چې د ځمکنیو لارو څخه د کار په اخیستو مرستې په مستقیم ډول د اړتیا وړ ځای ته ورسیږی.

همداراز د روغتیا نړیوال سازمان ویاند طارق جاسرویچ په یوه خبری غونډه کې وویل، د مې له شپږمې راهیسې چې اسراییلی اشغالګرو د رفح پر ضد پوځی عملیات پیل کړی، د رفح له لارې د غزې تړانګې ته د طبی وسایلو د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې، ځکه چې د غزې تړانګې په اوږدو کې د اسراییلو پوځ کنټرول لری.

هغه دا هم وویل، چې د رفح لارې تړلو په غزه کې د بشردوستانه کارکوونکو لپاره حالات او کارونه ستونزمن کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د طبی توکو او سون موادو نشتوالی د غزې خلکو او د غزې طبی سیسټم چې دمخه د پایښت وړ نه و، ډېر خطرونه رامنځته کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.