کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لغمان امنیې قومندانۍ ویلی، چې تېر ماښام د کابل – جلالآباد پر لویه لار د لغمان خېروخېلو سیمه کې باروړونکی موټر او ویکسار ډوله موټر سره ټکر کړی، چې له امله سې پنځه ته مړه او یو تن ټپی شوی دی.
د مسوولینو په وینا یاده پېښه د موټرچلوونکو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده.
ګهیځ نیوز ته ځینو ځایی سرچینو ویلی، چې د پېښې ټول قربانیان د ننګرهار پوهنتون محصلین وو.
ولسی وګړی پر دغه لار د ټرافیکی پېښو د کمښت په موخه له مسولینو غواړی، چې د کابل – جلال آباد دوهم لېن سړک باندې چارې ژر تر ژره پیل کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ