کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار ولایت کې د تورخم کمېسارۍ مسوولینو ویلی، د تورخم فرضی کرښې دروازه تر درې ورځنی موقت ځنډ او تړل کېدو وروسته بیرته د مسافرو د تګ – راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
مسوولین زیاتوی، چې دغه دروازه د پاکستانی اړخ له لورې خپلې نوې ودانۍ ته د دفترونو انتقال په موخه تړل شوې وه.
د معلوماتو پر اساس دغه لویه لار د تېرې جمعې په ماښام د دریو ورځو لپاره په موقت ډول تړل شوې وه چې نن سهار ۷ نیمې بجې د مسافرو تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ