یوناما وایی، بغلان کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټ (یوناما) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې په بغلان ولایت کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړی دی.

د یوناما بشری چارو مرستیال اندریکا راټوات له بغلان څخه د لیدنې پرمهال ویلی، چې په مړو شویو ۱۸۲ کسانو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دی.

یوناما زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ډلې بدخشان، بغلان او تخار کې سېلاب ځپلو ته د لومړنیو مرستو وړاندې کولو لپاره استول شوې دی.

اندریکا راټوات ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو خلکو اړتیاوو پوره کولو کې همکاری او ملاتړ وکړی.

نوموړی زیاته کړې چې ملګرو ملتونو او شریکانو یې تراوسه د ۱۵ زرو سېلاب ځپلو لاسنیوی کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.