د ایرانی ولسمشر وژل کېدل؛ لاملونه او اغېزې!

د تېرې یکشنبې په ماښام ایرانی رسنیو د دغه هېواد د ولسمشر، د بهرنیو چارو د وزیر او څو تنو نورو لوړ رتبه دولتی چارواکو په ګډون د سورلۍ د یوې چورلکې د لادرکۍ خبر خپور کړ چې بالآخره د دوشنبې په سهار وختی د ایران په شمال لویدیځ کې د نوموړې الوتکې ټوټې او د ولسمشر په ګډون پکې د ناستو ټولو کسانو جسدونه وموندل شول.

د الوتکې د ټوټو او د ولسمشر په ګډون د الوتکې د ټولو سورلیو د اجسادو تر موندلو وروسته، د دغه کسانو جسدونه د حادثې له غرنۍ او سرحدی سیمې څخه د دغه هېواد “تبریز” ښار ته راولېږدول شول او ټاکل شوې ده چې نن سه شنبه یې هلته د جنازې لمونځ ادا او سبا ته( چهارشنبه) تهران ته یووړل شی.

د ایران د حکومتی چارواکو له خوا تر دې دمه د دغه هېواد د ولسمشر او نورو لوړرتبه مشرانو د سورلۍ چورلکې د غورځېدو اصلی لامل نه دی روښانه شوی خو پدې اړه په ټولنیزو او عامه رسنیو کې بېلابېل تحلیلونه او شننې روانې دی چې هر څوک پدې تړاو خپل نظریات څرګندوی اما روانو سیمه ییز او نړیوالو حالاتو ته په کتلو سره دا شک پیاوړی کېږی چې د ایرانی ولسمشر او د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر یوځایی وژل کېدل به یوازې یوه تصادفی پېښه نه وی او کېدای شی د پردې شا ته د سیمې او نړۍ په کچه د کومې نوې لوبې د پیل سناریو پکې نغښتی وی.

دا چې د ایران حکومتی ویاندان وایی چې د دې هېواد د ولسمشر الوتکه د درېیو هغه الوتکو په کاروان کې شامله وه چې دوه نورې یې په خوندیتوب په تبرېز کې ښکته شوې دی، دا هم یو لړ شکونه زېږوی او داسې ښکاری چې کېدای شی تر کاسې لاندې کومه نیم کاسه وی!

که څه هم په ایران کې د یوه نسبتاً پیاوړی اساسی قانون او د یوه مقتدر نظام د شتون له برکته، د ولسمشر د مړی تر پیدا کېدو سملاسی وروسته، د دغه هېواد روحانی مشر ایت الله خامنه یی د ولسمشر مرستیال “محمد مخبر” د دغه هېواد لنډمهالی ولسمشر وټاکلو، خو بیا هم داسې پوښتنې او اندېښنې شته چې آیا د ولسمشر رییسی او ملګرو د چورلکې غورځېدل به په سیمه او نړۍ کې د روان تاوتریخوالی او جګړو سره کومه اړیکه ولری که نه؟ او د ایران خپله او سیمې په راتلونکې به د دغه پېښې اغېز او اثر څه ډول وی؟

بل اړخ ته په کور د ننه په ایران کې هم د تېرکال څخه را واخله بیا تر نن پورې له تاوتریخوالی ډکو مظاهرو او په تېره د ښځو د حجاب او اقتصاى ستونزو په تړاو د حکومتی ځواکونو او خلکو تر مینځ د اخ او ډب پرله پسې پېښو دا وښوده چې نور په ایران کې اسلامی جمهوریت هغه پیاوړی کنټرول نه لری چې د یاد انقلاب په لومړیو کې یې درلود.

همدارنګه د ولسمشر ابراهیم رییسی د مړینې د خبر په خپرېدو سره چې د ایران په ځینې ښارونو کې د خوښۍ او ګډا د محفلونو د جوړیدو کوم راپورونه خپاره شول، هغه هم دې لورې ته اشاره لری چې نور ایرانی نظام پر خلکو هغه سلطه له لاسه ورکړې چې تر دې پخوا یې درلوده.

بل اړخ ته په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اخ او ډب زیاتېدل او په ډېرو مسایلو کې د ایران او امریکا سره ښکر په ښکر کېدل او پدې وروستیو کې د غاصب اسراییل پر خلاف د فلسطنی مبارزینو څخه د ایران ملاتړ هم وضعیت لا ډېر کړکیچن کړی او پدې حالاتو کې که دا اندېښنې هم سمې راوخېژی چې د ابراهیم رییسی او ملګرو چورلکې ته د حادثې پېښېدلو کې بهرنیان لاس لری، دا قضیه به نوره هم پیچلې کړی او تاو تریخوالی ته به نوره وده هم ورکړی.

د دې ډول پېښو او واقعاتو په تړاو څه ویل یا د هغو د پایلو او نتایجو تحلیل او څېړنه به تر وخت وړاندې ګرانه وی خو دې ته په کتو سره چې یوې خواته په مینځنی ختیځ کې د امریکا تر مستقیمې سرپرستۍ لاندې پر مظلومو فلسطینیانو د یرغلګرو اسراییلو ناتار جوړ دی او بل اړخ ته د ایران په داخل کې هم له حکومت سره د خلکو مخالفت ورځ تر بلې زیاتېږی، که چېرې دا ثابته شی چې د ښاغلی رییسی او د ده د ملګرو د چورلکې په غورځېدو کې هم څه بهرنی جهتونه لاس لری، شاید دې سیمې او آن افغانستان ته به یې پایلې ښې نه وی.

په نیول شوی فلسطین کې د غاصبو اسراییلو او تش لاسو فلسطینی مبارزینو تر مینځ په روانه جګړه کې د ایران ښکېلتیا هم له چا پټه نه وه او د ښاغلی رییسی په وژل کېدو سره دا پوښتنه هم پیدا کېږی چې آیا پدې پېښه کې خو به چېرې د اسراییلو لاس نه وی؟

اوس دا چې سبا په څه پېښېږی او پېښې او حالات به په کوم اړخ را څرخی او پایلې به یې څه وی؟ دا ټول هغه مسایل دی چې راتلونکې به یې ښه او کره ځواب ورکړی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.