قطر په کندهار کې یو روغتیایی مرکز جوړوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر سرې میاشتې له لوری د کندهار ولایت په ډڼد ولسوالۍ کې د یوه روغتیایی مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د خبر پر بنسټ په اړینو وسایلو سمبال دغه مرکز د ډنډ ولسوالۍ په کرز کلی کې د ۲۴۳ زره ډالرو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې رغول کیږی.

دغه راز د افغانی سرې میاشتې مرستیال عبداللطیف ثابت، د قطر هېواد د سرې میاشتې د استازی دکتور محمد صالح ابراهیم او په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې د مسوول احمد العثمانی ترمنځ د کندهار د افغانی سرې میاشتې په سیمه ییز دفتر کې ناسته ترسره شوه.

په ورته مهال د قطر هېواد د سرې میاشتې استازی دوکتور محمد صالح ابراهیم ژمنه وکړه، چې د کندهار ولایت په درېیمه ناحیه کې به هم نوی روغتیایی مرکز جوړ کړی او تر راتلونکو درې کلونو پورې به د شته روغتیایی مرکزونو ټول اړین توکی او تجهیزات چمتو کوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.