کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند ویلی، چې د حکومت د امیر له لوری د ۱۴۰۳ لمریز مالی کال ملی بودیجه له هر اړخیز غور او دقت وروسته توشیح شوه.
مـ.ـجاهد ویلی، ملی بودیجه له خپلو کورنیو عوایدو څخه چمتو شوې، چې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوی دی.
د نوموړی په خبره مالیې وزارت به د تل په څېر د ۱۴۰۳ لمریز مالی کال ملی بودیجه د هېواد په مالی سیستم کې ځای پر ځای کړی او د روان مالی کال اړوند ټولو (عادی او انکشافی) برخو ته به په پوره روڼتیا سره په نورمال ډول رسېدنه وشی.
د یادونې وړ ده چې د سږنی مالی کال د بودیجې اندازه نه ده په ډاګه شوې، چې څو میلیارده افغانۍ عادی او انکشافی بودیجه روان کال ته منظور شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ