کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسی جنازه نن د ورځې ناوخته په مشهد کې د شیعه مذهبو د اتم امام په زیارت کې خاورو ته وسپارل شی.
د ایرانی رسنیو د خبر له مخې د رییسی او هغه سره د الوتکې د سقوط په پېښه کې د نورو مړو شویو ایرانی چارواکو د جنازې لمونځ تېره ورځ تهران کې د سیمې د ګڼو هېوادونو د چاروکو په حضور کې ادا شو.
بل لور ترکی رسنیو راپور ورکړی، چې نن پنجنشنبه به د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د رییسی د خاورو سپارلو په مراسمو کې د ګډون په موخه ایران ته سفر وکړی.
د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې تېره ورځ د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی او د سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو او کوېټ د بهرنیو چارو وزیران هم تهران ته تللی دی.
د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او شپږ نور چارواکی د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ