کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لاهه نړیوالې محکمې قاضیانو صهیونیستی رژیم ته لارښوونه کړې، چې د غزې سویل کې پر رفح ښار خپل بریدونه ژر تر ژره ودروی.
رویټرز خبری آژانس ویلی، جنوبی افریقا، کاناډا، مصر، اردن او ملګرو ملتونو سرمنشی د نړیوالې محکمې له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د فلسطین حکومت ویلی، دغه پرېکړه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې اجماع ښودونکې ده.
که څه هم نړیواله محکمه د خپلې پرېکړې د اجرا لپاره هېڅ اجرایی وسیله نه لری، خو حـ.ـماس غورځنګ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتی چې دغه حکم دې اجرا کړی.
د یادولو وړ ده، چې دغه دستور ۱۵ نړیوالو قاضیانو په ۱۳ مثبتو او ۲ منفی رایو سره تصویب کړی او یوازې د اوګاندا او اسراییلو قاضیانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او منفی رایه یې ورکړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ