کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمد اکرم اکبری ویلی، چې د دغه ولایت د څلورمې امنیتی حوزې اړوند په مورچک کلی کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ لس غړی مړه شوی دی.
د خبر پر بنسټ، اکبری زیاتوی چې تر اوسه د دغې کورنۍ یوازې د یوه غړی جسد د کوکچې سیند کې موندل شوی او د نورو مړو د موندلو هڅې روانې دی.
دغه سیمه کې سېلابونو ګڼو خلکو ته ځانی او مالی زیانونه اړولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ