کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هرات کې د تیاتر تالار د جوړولو کار بېرته پیل شوی دی.
د دغه ولایت ښاروالۍ وایی، د هرات تیاتر پخوانۍ ودانۍ پر ځای به پنځه پوړیزه ودانۍ جوړه کړی.
یوه لسیزه کیږی چې د تیاتر معیاری ودانۍ نه لری او په دې موده کې د هنرمندانو ژوندۍ نندارې بندې شوې دی.
په هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تیاتر مدیریت ودانۍ شاوخوا نهه کال مخکې د سړک پراخولو له امله ړنګه شوه.
د هرات تیاتر څه د پاسه سل کاله مخینه لری.
د تیاتر هنرمندانو او لوبغاړو تل د طنزیه پروګرامونو په ترسره کولو سره خلک خوښ کړی او هڅه کوی، چې دغه هنر یو ځل بیا ژوندی کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ