د رادار سیستم کنټرول لومړۍ جوپه کابل ته را ورسېده

ګهیځ: نن یکشنبه (د لنیدۍ ۵مه) د ملکی هوایی چلند ادارې ویلی چې د هوایی حریم د کنټرول لپاره یې کابل کې د رادار سیسټم فعالولو ته اجازه ورکړې ده.
دغې ادارې ویلی چې د هوایی حریم د کنټرول بشپړ رادار لومړۍ جوپه کې درې پایې رادار چې له فرانسې هېواد څخه یې وارد کړی، د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت ته سپارل شوی دی.
دغې ادارې زیاته کړې ده چې په ټول هېواد کې د هوایی حریم د کنټرول په موخه د فرانسې له ټالس شرکت سره د ۱۱۲ ملیونه یورو په ارزښت د رادارونو تړون لاسلیک شوی دی.
ټاکل شوې ده چې د دې تړون له مخې د ۲۰۲۳ م کال تر پای ته رسېدو وړاندې په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې په مرحله ییزه توګه په ۱۲ سایټونو کې د رادار سیستم فعال او د هېواد هوایی حریم په بشپړه توګه کنټرول شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.