د هندوستان کې د کرکټ غوره لیګ سیالیو اتلولی د کلکتې لوبډلې وګټله

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند په سوداګریز کرکټ سیالیو په لړ کې وروستۍ لوبه د کلکتې نایټ رایډرز او سن رایزرس حېدراباد د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ۸ وېکټو په توپیر سره د کلکتې په بری سره تمامه شوه.

دغه پایلوبه چې د هندوستان په چینای ښار کې ترسره شوه، حېدراباد لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې په ۱۸.۳ اورونو کې ۱۱۳ منډې وکړې.

د کلکتې لوبډلې هدف د یولسم اور په درېیم توپ پوره کړ، چې وینکټیش ایر په کې ۵۲ ناسوځېدلې او رحمن الله ګربز په کې ۳۹ منډې ترسره کړې.

د پایلوبې د غوره لوبغاړی جایزه میچل سټارک وګټله او د لیګ د غوره لوبغاړی په توګه بیا د کلکتې سونیل ناراین ونومول شو.

په سږنی IPL کې مخکښ منډه جوړونکی ویرات کولی وو، چې ۷۴۱ منډې یې کړې وې او هارشل پټیل بیا د ۲۴ ویکټو په اخستلو سره غوره توپ اچوونکی ونومول شو.

سږ کال په یاد لیګ کې تر نورو کلونو ډېر ۹ افغان لوبغاړو بېلابېلو لوبډلو ته سیالۍ ترسره کړې، چې نوین الحق تر ټولو زیاتې ۱۴ وېکټې اخستې وې او عظمت‌الله عمرزی تر نورو زیاتې منډې کړې وې.

دا درېیم ځل دی چې کلکته د “IPL” سیالیو اتلولی ګټی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.