کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو انسانی حقونو ځانګړې استازې فرانسسکا البانی پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې له بهرنی فشار پرته غزه کې روانه نسل وژنه پای نشی موندلی.
نوموړې دغه غبرګون پر رفح ښار د اسراییلی اشغالګرو تازه بریدونو ته ښودلی دی.
البانی دغه ټویټ کې پر اسراییلی رژیم د بندیزونو لګولو غوښتنه هم کړې ده.
د نوموړې په خبره، د اسراییلی رژیم دا ظلم د نړیوالو قوانینو او نظام څخه ښکاره سرغړونه د منلو وړ نه ده.
هغې ویلی، د اسراییلی رژیم سوداګری او د پانګونې تړونونه باید وځنډول شی.
اسراییلی ځواکونو رفح ښار کې د بې ځایه شویو کډوالو پر خیمو دوه زره ټنه وزنی بمونه غورځولی،.چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله یې ښځو او ماشومانو ته اړولې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ