کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اروپایی ټولنې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې په افغانستان کې یې سېلاب ځپلو ته د بېړنیو بشری مرستو وړاندې کولو لپاره ۲۰۰ زره یورو، چې ۱۵.۵ میلیونه افغانۍ کیږی، ځانګړې کړې دی.
د خبر پر بنسټ دا مرستې به په اغېزمن شویو په ځانګړې توګه لویدیځو، شمالی او ختیځو ولایتونو کې له ۲۸ زرو کسانو سره وشی.
د خبرپاڼې له مخې په دې مرستو کې به ورځنۍ اړتیاوې؛ لکه: روغتیایی چوپړونه، سرپناه او د پخلنځی توکی وی.
له څو اونیو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو ګڼ شمېر خلکو ته ځانی او مالی زیانونه واړول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ