ستانکزی وایی پر دوی د امریکا فشارونه د خپلو خبرو د منلو لپاره دی

ګهیځ: د افغانستان نوی حکومت وایی نړیوال یوازې د دې لپاره چې د دوی خبرې ومنل شیی، اقتصادی فشارونه راولی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرعباس ستانکزی نن په یوه خبری غونډه کې وویل، چې نړیوال پر دوی فشارونه راولی او هڅه کوی پر دوی خپلې خبرې ومنی، نو له همدې امله یې اقتصادی فشارونو ته زور ورکړی دی.
هغه یو ځل بیا ویلی چې د اقتصادی فشارونو په تړاو د امریکا کړنې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دی او په کار ده چې له دغه کړنو په شا شی او د افغانانو پانګه ازاده کړی.
هغه ټینګار وکړ چې د نظام د پیاوړتیا لپاره د اصلاحاتو لړۍ چټکه ده او په بېلو برخو کې د مسلکی کسانو ګومارنه روانه ده.
ستانکزی زیاته کړې چې د افغانانو د یووالی لپاره کار کوی او ټول به په حکومت کې ونډه ولری. هغه پر نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره اقتصادی همکاری وکړی او دلته د اقتصادی ودې لپاره خپلې مرستې ډېرې کړی.
عباس ستانکزی په ورته وخت کې په هېواد کې د اسلامی قانون پر پلی کېدو او د اسلامی قانون اړوند مجرمینو ته پر سزا ورکولو ټینګار وکړ.
ده څرګنده کړه چې نړۍ په ښکاره دوی ته وایی، که د اسلامی قانون له مخې مجرمینو ته سزا ورکړی شی، دا له بشری حقونو سرغړونه ده او دوی به یې په رسمیت ونه پېژنی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.