له هغه وخته چې په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې د هغه وخت د انګریزی تور استعمار په په لمسونه او د دوی د استعماری هڅو پر اساس، د هغه وخت له متحده هندوستان څخه د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان په نامه یو جلا هېواد جوړ شوی ډېره کمه موده به داسې راغلې وی چې له افغانستان سره یې ښې او پر دوه اړخیز توب ولاړې اړیکې پاللې وی.
د تاریخ پاڼې دا ګواهی ورکوی چې د پاکستان په نامه په ظاهره د یوه خپلواک هېواد له جوړښت سره سم دغه نوی جوړ شوی هېواد پر افغانستان سربېره له خپلو ټولو ګاونډیانو سره شخړې پاللې او آن خونړۍ جګړې یې تر مینځ تېرې شوې چې تر نن پورې یې ځینې لانجې او شخړې پالی.
د تاریخ پاڼې دا ګواهی هم ورکوی چې څه پرون او څه نن د وخت له متحده هندوستان څخه د پاکستان په نامه دغه جلا شوې واکمنۍ نه یوازې له خپلو ګاونډیانو سره شخړو او ناندریو ته لمن وهلې چې په خپل منځ کې هم هېڅ کله ندی سره جوړ شوی او یوې ډلې یا یوه ګوند د بل خلاف سر راپورته کړی او کله بیا د دې هېواد پوځ چې تر ډېره بریده د پردې شاه ته د دې هېواد په ټولو سپینو او تورو راج چلوی، را پاڅېدلی، ملکی حکومت یې را پرځولی او وروسته یې، نیغ په نیغه د چارو واګې په لاس کې نیولې دی.
په افغانستان کې درې کاله وړاندې د جمهوریت تر سقوط وروسته او له ملک نه د یرغلګرو امریکایانو او لویدیځوالو پوځونو تر وتلو وروسته تر ډېره بریده دا اټکل کېده چې یوې خواته په کابل کې د پاکستان په دوستۍ تورن یو حکومت رامنځ ته شوی او بل اړخ ته له افغانستان څخه هغه بهرنی پوځیان ووتل چې اسلام آباد د هغوی پر مټ دلته دوه ګونې او دوه مخې لوبه ګرمه کړې وه او له همدې ځایه اټکل کېده چې نور به د کابل-اسلام آباد تر منځ ناندرۍ او د اړیکو ترینګلتیا ختمه شی او په سیاسی فضا کې به یو څه آرامی او سکون رامینځ ته شی چې متأسفانه داسې ونشول.
اوس ددې ټولو ابعادو او اړخونو څېړل چې ولې داسې ونشول او له افغانستان څخه د امریکایی او اروپایی یرغلګرو تر وتلو وروسته ولې د کابل- اسلام آباد دوه اړخېزې اړیکې د ښه توب پر ځای لا نورې خرابې شوې، اوږد بحث غواړی او تر څنګ یې ډېر وخت، خو هغه څه چې نن څرګند دی دا دی چې که پرون په کابل کې د امریکا تر لاس لاندې واکمنو د اسلام آباد په ګدۍ ناست، د دوی د مخالفینو په روزنه او پالنه تورنول نو نن بیا قضیه د هغې پر عکس ده او د اسلام آباد نارې سورې پورته دی چې ګواکې د افغانستان اوسنی حکومت د دوی مخالفینو ته پناه ځای ورکړی او هغوی د دغه هېواد د ګټو خلاف اقداماتو او بریدونو ته هڅوی.
په یو لړ تازه څرګندونو کې چې د روانې اونۍ په سر کې رابرسېره شوی د اسلام آباد واکمنو بیا تور پورې کړ چې ګواکې د روان زېږدیز کال د مارچ په میاشت کې د خیبر پښتونخوا د “بشام” په سیمه کې پر چینایی انجنیرانو وسله وال برید افغانستان کې پلان شوی ؤ او دا چې دغه برید د پاکستانی طالبانو تحریک (ټیټیپی) د مشرتابه په امر ترسره شوی دی.
د اسلام آباد په ادعا پر چینایی انجنیرانو په برید کې موټر په افغانستان کې چمتو شوى ؤ، لېږدول شوی هم له افغانستانه ؤ او ځانمرګی بریدګر هم په افغانستان کې روزل شوى ؤ.
که څه هم د اسلام آباد د واکمنو دا ادعا نوې نده خو دا ځل پکې یو نوی څرک دا ښکاری چې دوی په خپل طبیعی شیطنت او منافقت سره غواړی د کابل او بیجنګ تودې او مخ په پراخېدو اړیکې خرابې کړی او یوځل بیا د تل په څېر په سیمه کې خپل منافقانه رول ولوبوی.
پدې تړاو د اسلام آباد تر تورونو وروسته د افغانستان د حکومت د ویاند دغه خبره سل په سلو کې صدق کوی چې د اسلام آباد د چارواکو د تورونو په ځواب کې یې کړې ده چې د پاکستانی چارواکو دا ډول ادعا د دې لپاره ده چې غواړی له خپل مسؤولیت نه اوږه سپکه کړی ځکه دا پېښه د دوی تر کنټرول لاندې سیمه کې پېښه شوې او دا د دوی د امنیتی ځواکونو ضعف او نیمګړتیا ده نه د بل چا.
د افغانستان د حکومت ویاند وایی چې دوی دا موضوع له چینایی چارواکو سره شریکه کړې او په خبره یې هغوی ته یې پدې تړاو قناعت ورکړی خو دا چې اسلام آباد به تر کله دې ډول منافقانه لوبو ته دوام ورکوی او په سیمه کې به د نفاق او تفرقې کښت کری، دا لا جوته نده.
زمونږ د دری ژبو هېواد والو مشهور متل دی چې وایی: ” چاه کن در چاه است”، اسلام آباد به د خپلو دغه منافقانه سیاستونو له امله اخر د تباهۍ کندې ته غورځېږی اما دا څرګنده نده چې کله او په څه ډول؟ خو پېښو او حالاتو ته په کتو داسې ښکاری چې دا ورځ لیرې نده.”پای”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ