کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند د یو ټویټ په کولو سره لیکلی، چې د دغو بدلونونو په لړ کې د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداری معین مولوی نـ.ـورجلال جـ.ـلالی، د عامی روغتیا وزارت د سرپرست وزیر په توګه، د استخباراتو عمومی ریاست مخکینی اداری معین ملا رحـ.ـمت الله نـ.ـجیب، د کورنیو چارو وزارت د اداری معین په توګه، د سمنګان ولایت پخوانۍ والی ملا عبدالاحد فضلی د فاریاب ولایت د والی په توګه ټاکل شوی.
دغه راز د فاریاب ولایت مخکنی والی ملا محمد شعیب رسالت، د سمنګان ولایت د والی په توګه، د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ پخوانی ولسوال حاجی محمد صادق انقلابی د کندهار ولایت د والی د مرستیال په توګه او د کندهار ولایت مخکنی د والی مرستیال مولوی حیات الله مبارک د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ د ولسوال په توګه په دندو ګمارل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ