کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورت او هوایی چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د نسبتاً قوی بادونو او بارانونو وړاندوینه کړې ده.
دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلی، نن او سبا به د سالنګ په ګډون د افغانستان جنوبی، لوېدیځ، ختیځ، شمالی او مرکزی ولایتونو په بېلابېلو برخو کې چټک بادونه وچلیږی.
د دغو بادونو سرعت له ۶۰ تر ۹۰ کیلومتره فی ساعت اټکل شوی.
هېره دې نه وی چې د نږدې یوې اونۍ راهیسې د هېواد د ختیځ یو شمېر ولایتونه هم د چټکو بادونو شاهدان دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ