پاپوا نیوګینی کې د ځمک ښویېدنې له امله ۲ زره کسان تر ځمکې لاندې شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو یوه چارواکی ویلی، چې په پاپوانیو ګینی کې د یوې لویې ځمک ښویېدنې له امله ۲ زره کسان تر ځمکې لاندې شوی.

دوی ویلی، چې تر خټو لاندې ژوندی پاتې شویو کسانو د ژغورنې هڅې هم د پام وړ خطرونو او ننګونو سره مخ دی.

په ورته مهال کې د آرام سمندر په ټاپو وزمه کې د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) د دفتر مشر سیرهان اکتوپراک ویلی، ژغورونکی ډلې د خراب موسم شرایطو او د ځمکې ښویېدنې له خطر سره مبارزه کوی.

د دوی په خبره که چېرې په نږدې راتلونکی کې سیمه باندې نور بارانونه وشی، نو دا به د بې ساری ناورین لامل شی.

د پاپوا نیو ګینی(PNG) ملی ناورین مرکز هم تایید کړې، چې د ځمکې ښویېدنې له امله ۲ زرو څخه زیات کسان تر ځمکه لاندې شوی دی.

پاپوانیو ګینی جزیره د اوقیانوسیې لویې وچې اړوند یو هېواد دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.