کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن د قطر د بهرنیو چارو وزارت له استازی فیصل بن عبدالله الحنزاب سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړی دی.
د خبر پر بنسټ، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر تحولاتو او هغه هېواد کې سولې او ثبات ته د رسېدو په هدف په نړیوالو ګډو هڅو خبرې کړې دی.
دا لیدنه په داسې مهال کیږی، چې ټاکل شوې یوه میاشت وروسته قطر د افغانستان په اړه د یوې بلې غونډې کوربه وی.
په دې غونډه کې د سرپرست حکومت چارواکو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکی پرون دغې غونډه کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې، خو ویلې یې دی، په تمه دی چې ملګری ملتونه ورسره د غونډې ټول جزییات شریک کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ