کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنۍ وایی، د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۲۹مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵ لکه ۹۰زره ۴۴۵ ته لوړ شوی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.
د خبر پر بنسټ، د مې له ۲۰مې څخه د مې تر ۲۹مې پورې د ۱۳زره ۲۰۶ ستنو شویو افغانانو له ډلې ۶۴۷۸ یې نارینه، ۲۹۸۷ یې ښځې او ۳۷۴۱ یې ماشومان وو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوی دی.
تر دې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدی سیمو وفاقی وزارت په پاکستان کې د راجستر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وغځوله، خو دغه موده هم نن ورځ پای ته رسیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ