ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومی ۵مه) د رییس الوزراء اقتصادی مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی له پانګوال او ملی سوداګر ډاکټر سنزر کاکړ سره وکتل.
ډاکټر سنزر او مولوی حنفی اقتصادی مسایلو په ځانګړی ډول په بانکونو کې د POS سیسټم د کارولو او د ډیجیټل پیسو د کارولو د امکاناتو په اړه یې خبرې وکړې.
حنفی همدارنګه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د امنیت ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې اسلامی امارت به په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره شرایط نور هم برابر کړی.
گهیځ