کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییلو له لوری د غزې تل پاتې اوربند په نوم د طرحې هرکلی کړی او له حمـ.ـاس څخه یې غوښتی، چې دا طرحه ومنی.
بایډن چې د لومړی ځل لپاره یې په غزې کې د اسراییل او حماس تر منځ جګړې پای ته رسولو د حل لارې په هکله مهمه وینا کوله زیاته کړې، د اسراییلو لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لری چې په لومړی کې به یې په غزې کې د شپږو اونیو لپاره اوربند وشی او اسراییلی ځواکونه به د غزې تړانګې د ټولو ګڼ مېشتو سیمو څخه ووځی.
جو بایډن په خپلو خبرو کې همدارنګه ویلی، په غزه کې د اوربند او سولې مسوولیت اوس د حـ.ـماس ډلې پر غاړه دی.
د حـ.ـماس ډلې هم منځګړو هېوادنو ته ویلی چې یوازې په هغه صورت کې دا موافقه منی، چې په جامع اوربند توافق وشی، اسراییل یرغل بند کړی او د بندیانو او برمته شویو کسانو تبادله وشی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ