کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غور ولایت کې ځایی چارواکو خبر ورکړی، چې د جام تاریخی څلی په شاوخوا کې یې د استحکاماتو چارې پیل کړی دی.
دغه ولایت کې د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولینو ویلی، د دوی یوه هیئت د دغه څلی، چې په وروستیو کې یې سېلابونو شاوخوا نیولې وه، وضعیت ارزولی دی.
په وروستیو اوونیو کې تر سختو اورښتونو وروسته بهېدلو سېلانو د غور ولایت ترڅنګ د افغانستان په لوېدیځ، شمال او شمال ختیځ کې ګڼ ولایتونه وځپل.
دغه ۶۵ متره دنګ څلی چې څه باندې ۸۰۰ کلن دی، د اسلامی هېوادونو د تعلیمی، ساینسی او فرهنګی چارو بنسټ ایسیسکو (ISESCO ) په فهرست کې هم شامل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ