کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروپا فوټبال اتلانو لیګ سیالیو په پایلوبه کې د اسپانیا ریال ماډرېډ لوبډلې د جرمنی د بروسیا ډورټمنډ فوټبال لوبډلې ته دوه پر صفر(۲ـ۰) ماتې ورکړه او د ۱۵ ځل لپاره یې د اروپا فوټبال اتلانو لیګ اتلولی خپله کړه.
ریال ماډرېډ لوبډلې په نیمه پای لوبه کې د جرمنی بایرن مونیخ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لار پیدا کړې وه او ډورټمنډ بیا په نیمه پایلوبه کې د فرانسې پاریس سنټ جرمن لوبډلې ته ماتې وکړې وه، یاده لوبډله په دې بریالۍ نشوه، چې د دوهم ځل د اروپا فوټبال اتلانو لیګ اتلولی خپله کړی. د یادولو وړ ده، چې بروسیا ډورټمنډ یوازې یو ځل دغه اتلولی ګټلې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ