کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسون د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره کتلی دی.
د خبر پر بنسټ، په دې کتنه کې د دوحې په غونډه کې د سرپرست حکومت د استازو د ګډون پر اهمیت ټینګار شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې سرپرست حکومت د دوحې درېیمې غونډې د ترسراوی څرنګوالی څېړی او وروسته به خپل دریځ په ډاګه کړی.
په خبرپاڼه کې دغه راز لیکل شوی، چې سرپرست حکومت پالیسی له ټولو هېوادونو سره د توازن او مثبت تعامل پر بنسټ ده او د دوحې په غونډه کې د معنا لرونکی ګډون غوښتونکی دی، څو د خلکو د بریا لامل شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ