کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدی نژاد د دغه هېواد په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نوم لیکنه وکړه.
احمدی نژاد نن سهار د ایران کورنیو چارو په وزارت کې د ټاکنو په مرکزی دفتر کې له نوم لیکنې وروسته وویل چې، دا یوه نوې او ویاړلې دوره کېدای شی. احمدی نژاد له ۱۳۸۴څخه تر ۱۳۹۲ پورې د ایران ولسمشر و.
نوموړی په ۱۴۰۰ کال کې د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شوی و.
د ایران د مخکنی ولسمشر ابراهیم رییسی د مړینې له امله د ایران ولسمشریزې ټاکنې ټاکل شوې له وخت وړاندې د روان کال د چنګاښ په اتمه ترسره شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ