کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د برېښنا شرکت مسوولینو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د تېر حکومت له سیاستوالو او زورواکو څخه یې د برېښنا د لګښت پاتې ۱۸۶ میلیونه افغانۍ پورونه را ټول کړی دی.
د مسوولینو په خبره دغه پیسې پر افغانستان د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د دغه شرکت په مشرۍ د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او استخباراتو ریاست په ګډون د جوړ شوی کمېسیون په همغږۍ راټولې شوې دی.
د برېښنا شرکت مسوولین دغه راز زیاته کړې، چې د پورونو د راټولو لړۍ لا هم روانه ده.
بل لور د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکی د برېښنا شرکت له لوری د پورونو د راټولولو د بهیر په هرکلی سره د دغه شرکت له لوری د کال په ټولو موسمونو کې د خپلې اړتیا وړ برېښنا د برابرېدو غوښتنه کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ