کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل په علی آباد روغتون کې د لومړی ځل لپاره د سرطانی ناروغیو جراحی عملیات تر سره شول.
په دغه روغتون کې د یو ناروغ د سرطان بشپړ او ډاډمن عملیات ترسره شو، چې په نورو هېوادونو کې پرې زیات لګښت راتلو.
د نیک محمد په نوم کس چې د مرۍ سرطان درلود، ورور یې وایی، څو ځله پاکستان ته د درملنې لپاره تللی، خو له زیاتو لګښتو سره – سره یې بیا هم روغتیا ونه مونده، خو اوس یې په یاد روغتون کې په کم لګښت کامیابه او ډاډمن عملیات ترسره شول.
د کابل طبی پوهنتون اړوند د علی آباد تدریسی روغتون د سرطانی ناروغیو مرکز امر ډاکټر عبدالمنان باوری وایی، یاد ناروغ د مرۍ سرطان درلود، چې پرون د علی اږآباد تدریسی روغتون کې د جراحی ټیم له لوری، ډاډمن عملیات ترسره شو او اوسمهال د ناروغ روغتیایی حالت د ډاډ وړ دی.
نوموړی وایی، اوسمهال د سرطانی ناروغیو جراحی عملیات په کور دننه ترسره کیږی او له هېواده بهر یې تګ ته لپاره اړتیا نشته.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ